1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گوتيرش پر اتومي تاسیساتو هر ډول برید "انتحاری" اقدام وباله.

۱۴۰۱ مرداد ۱۷, دوشنبه

د ملگرو ملتونو عمومي منشي پر اتومي تاسیساتو هر برید "انتحاري" اقدام وباله او د اوکراین د زاپروږيا پر اټومي بټۍ د بریدونو د درولو غوښتنه وکړه. هغه و ويل، د اتمي انرژۍ نړيوال آژانس اداره باید دغو تاسیساتو ته لاس رسی ولري.

https://p.dw.com/p/4FFxh
United Nations Generalsekretär Antonio Guterres
انځور: John Minchillo/AP/picture alliance

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو گوتيررش د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د جولاي ۸) د جاپان د هیروشيما له کتني وروسته په توکيو کي په يوه مطبوعاتي غونډه کي د زپروږيا پر هستوي تاسیساتو د بریدونو په اړه غبرگون وښود او دغه بريد يې يو "انتحاري" اقدام وباله.

ګوتيررش چې جاپان ته پر هیروشیما د اتومي بمباریو د ۷۷مي کلیزې په موخه تللی و، په اوکراین کې د جګړې د ښکېلو غاړو د نوم ذکر کولو پرته د زپروږيا پر تاسيساتو برید په کلکه وغانده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي خبرداری ورکړ چې اټومي ګواښونه له څو لسیزو وروسته پر ځای پاتي دي او دوام لری. هغه د اتومي وسلو لرونکو هيوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د اتومي وسلو د نه کارولو په هکله سره متحد شي. د زپروږيا پر اتومي تاسیاتو برید نړيواله ټولنه ډېره سخته اندېښمنه کړې ده.

دغه اتومي تاسیسات د اوکراین په سویل کې موقعیت لري او د اروپا د اټومي ځواک ستره فابریکه ده. زپروږيا د مارچ مياشتي له لومړۍ نېټې راهیسې د روسي ځواکونو په کنترول کي ده.

د زپروږيا اټومي تاسیساتو "انرگو اتم" د معلوماتو له مخي د دغو اتومي تاسياتو ځینې برخې د برید له امله "سختي زيانمني شوي" او یو راکتور يې له کاره لویدلی دی. روسیه او اوکراين يو بل د دغه بمباريو مسول گڼي.