1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

مودي په انتخاباتي کمپاین کي په مسلمانانو ضد څرگندونو تورن دی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۴, سه‌شنبه

د هند لومړي وزير نارندرا مودي، په یوه انتخاباتي کمپاین کي ویلي چي مخالفین یې غواړي دهندوانو پیسې "نفوذیانو" ته ورکړي. دکانگرس اپوزیسیون گوند ویلي دي چي د مودي هدف مسلمانان دي او په رسمي ډول یې انتخاباتي شکایت درج کړی دی.

https://p.dw.com/p/4f5lQ
Indien Premierminister Modi in Ajmer
انځور: abaca/picture alliance

 

د کانگرس گوند دغه رسمي شکایت د هند د ټاکنو کمېسیون ته وړاندي کړی دی او د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کي یې د لومړي وزير مودي د څرگندونو شکایت کړی دی.

دغه گوند ادعا کړې ده چي مودي ددغه هیواد ۲۰۰ میلیونه مسلمانان له منفي جملو څخه په استفادې سره "مستقیماً تر هدف لاندي راوستي دي". دغه گوند ویلي دي چي د مودي اشاره "نفوذیانو"، د دغه هیواد مسلمانانو ته وه.

مودي د یکشنبې په ورځ په راجستان کي د یوې وینا په ترڅ کي ادعا کوله چي د کانگرس گوند پخواني حکومت ژمنه کړې وه: »مسلمانان باید د ملت پر شتمنۍ باندي لومړی حق ولري.« هغه مخکي له دې چی په دغه ایالت کي رایه اخیستنه پیل سي، ویلي وه: »شتمني د هغو کسانو ترمنځ ویشل کیږي چي ډېر اولادونه ولري، د نفوذیانو ترمنځ ویشل کیږي.«

نوموړي پس له هغه له هغو کسانو وپوښتل چي ډېری یې هندوان وه: »آیا فکر کوی، هغه پیسې چی په سختۍ سره یې په لاس راوړی، باید د نفوذیانو په اختیار کي ورکړل سي؟ آیا دا کار منئ.«

اپوزیسیون: د مودي وینا  "د انتخاباتو له قانون څخه ښکاره او مستقیمه سرغړونه" ده

د کانگرس گوند په خپل شکایت کي دغه څرگندونې »تفرقه اچوونکي، د اعتراض وړ او ناوړه« بللي او ویلي یې دي چي د مودي خبري په هند کي د »یوې خاصې مذهبي ټولنې« په هدف گرځولو سره، «د انتخاباتو له قانون څخه د ښکاره او مستقیمې سرغړونې» ښکارندوی دي.

د کانگرس گوند ویاند، آبیشک مانو سینگوی چي د دوشنبې په ورځ یې له خبریالانو سره خبري وکړې، وویل: »هیله لرو چي مشخص اقدامات وسي.«

د نړۍ د دغه گڼ میشته هیواد د رایه اخیستنې بهیر، چي په نړۍ کي تر ټولو ستر انتخابات دي، د جمعې له ورځي څخه پیل سوي او د جولای تر څلورمي به دوام وکړي.

د هند اساسي قانون سیکولار دی او د انتخاباتو قانون یې د «ټولیزو احساساتو» د تحریک پر اساس،  مبارزې او تبلیغات منع کوي.

د هند تابعیت قانون ته د مسلمان افغان مهاجرو غبرګون څه دی؟

مودي لومړنی هندو نوماند دی چی له دین څخه د وسیلې په استفادې تورن سوی دی

د هند لومړي وزير لا هغو تورونو ته چي پرې لگول سوي دي، کوم جواب نه دی ویلی. خو د هغه د گوند "بهاراتیا جاناتا" یا "بي جي پي" ویاند گاوراو باتیا، خبریالانو ته ویلي دي چي که حتی ناخوښه وي، مودي «ښکاره او مستقیم» خبري کوي او د هغه څرگندونې د خلکو په ذهنونو کي ځای نیسي.

مودي چی د ۲۰۱۲ م کال له می میاشتي راهیسي د هند لومړی وزیر دی، د حکومت د دریمې دورې په لټه کي دی. اټکل کیږي چي دغه سیاستوال چي هندوانو ته په اولویت ورکولو مشهور دی، په آسانۍ سره بریالی سي. خو د اصولو قاطعانه رواجول او هندوانو ته برتري ورکول، د نوموړي پرضد د سختو انتقادونو سبب سوي دي.

په جنوري میاشت کي کله چي هغه په اوتارپرادیش کي د رام معبد پرانیست، سخت انتقادونه ورباندي وسول. دغه معبد د هغه څو سوه کلن پخوانيمسجد پر ځای جوړ سو چي د متعصبو هندوانو له خوا په ۱۹۹۲م کال کي ویجاړ کړای سو. خو مودي تل ویلي دي چي د دغه هیواد د ټولو وگړو د ژوندانه د ښه والي له پاره کار کوي.   

GP/NZ(AFP, EEE)