1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلنسکي وايي روسیه په نړۍ کې د اروپا ضد تر ټولو ستر قوت دی

۱۴۰۱ بهمن ۲۰, پنجشنبه

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي اوس د اروپايي ملاتړو هیوادونو په مهم سفر دی څو لا ډیر پوځي تجهیزات ترلاسه کړي. هغه له قانون جوړونکو او اروپايي مشرانو له اوکراین سره د مرستې له کبله مننه وکړه.

https://p.dw.com/p/4NIfw
Belgien Brüssel | EU-Gipfel | Rede Wolodymyr Selenskyj im EU-Parlament
انځور: Kenzo Tribouillard/AFP/Getty Images

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ میاشتې په ۹مه) د اروپا په پارلمان کې د خپلې وینا په ترڅ کې د روسیې د یرغل پرضد د اروپايي ټولنې له مرستو مننه وکړه او د روسیې د پسرلنیو بریدونو د ویرې ترڅنګ یې اروپايي هیوادونه له اوکراین سره د لا ډیرو او چټکو مرستو له پاره وهڅول.

زیلنسکي چې اوسمهال د اروپايي هیوادونو په سفر راوتلی دی، په بروکسل کې دی او د اروپايي ټولنې مشران یې دې ته وهڅول څو اوکراین ته پوځي جټ الوتکې او همداراز د مسکو د ځواکونو پر وړاندې د کیف د دفاع له پاره اوږد واټن ویشتونکې وسلې هم ورکړي.

زیلنسکي د اروپا پارلمان ته څه وویل؟

زیلنسکي د خپلې وینا پیل او پای د «سلاوا اوکراین» یعنې اوکراین زنده باد باندې وکړ او د اروپايي پارلمان له غړو له کیف سره د مرستو له کبله مننه وکړه. نوموړي د خپلې وینا په ترڅ کې په ټوله اروپا کې د ولسواکۍ پر ارزښت یو ځل بیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا «کور ته زموږ د خلکو یوازینۍ لار» ده.

کریملین چې زیلنسکي د اروپا ضد تر ټولو ستر ځواک په توګه وباله، د اوکراین د ولسمشر په خبره غواړي چې د اروپايي ټولنې د ټولو ۲۷ هیوادونو د ژوند لارې تباه کړي. زیلنسکي زیاته کړه: «موږ به دغه کار ته اجازه ورنه کړو. دا زموږ اروپا ده، دا زموږ قوانین دي او دا زموږ د ژوند لار ده.»ناټو له اوکراین سره ۱۱۲ میلیارده یورو مرسته کوي

د اروپا پارلمان تر تر وینا وړاندې زیلنسکي فرانسې او بریتانیا ته هم تللی وو.
د اروپا پارلمان تر تر وینا وړاندې زیلنسکي فرانسې او بریتانیا ته هم تللی وو. انځور: John Thys/AFP/Getty Images

زیلنسکي چې په چک چکو یې ستاینه کیده، همدا راز د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې اوکراین چې اوسمهال د بریا په لوري روان دی، د اروپايي اتحادیې غړی کیږي. د هغه په خبره: «اروپا به تل اروپا وي ترهغو پورې چې موږ متحد وو او تر هغو پورې چې موږ د اروپا پالنه او ساتنه وکړو، لکه څرنګه چې موږ د اروپا د ژوند د سبک ساتنه کوو.»

د اروپا پارلمان ته له وینا وړاندې، د اوکراین ولسمشر د خپل هیواد ملي بیرغ ته لاس په سینه ولاړ وو او د اروپايي پارلمان په ودانۍ کې د اوکراین ملي سرود هم غږیده.زیلنسکي اروپايي اتحادیې ته ژر ورداخلیدل غواړي

له اوکراین سره د اروپا د ملاتړ ژمنې

زیلنسکي د اروپا پارلمان وکیلان وهڅول څو هیواد ته یې ژر تر ژره وسلې ورکړي ځکه په خبره یې مسکو د یوه تازه برید له پاره چمتووالی نیسي. زیلنسکي وویل: «موږ باید د خپلو همکاریو ډینامیک یا نوعیت ته پرمختګ ورکړو، موږ باید د یرغلګرو په پرتله چټک عمل وکړو.»

زیلنسکي له اروپا د لا ډیرو او چټکو مرستو غوښتنه وکړه.
زیلنسکي له اروپا د لا ډیرو او چټکو مرستو غوښتنه وکړه. انځور: Kenzo Tribouillard/AFP

د اوکراین ولسمشر ولوديمیر زیلنسکي د اروپا سفر له بریتانیا پیل کړ چیرې چې هغه یوه ورځ وړاندې د بریتانیا له لومړي وزیر او بریتانوي مشرانو سره په لندن کې ولیدل. نوموړي د برتیانیا د سفر پرمهال د اوکرایني ځواکونو له روزنې هم لیدنه وکړه. تر بریتانیا وروسته، زیلنسکي د چهارشنبې په ورځ فرانسې ته تللی وو، چیرته چې د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون ورته د خپل هیواد د ټینګ ملاتړ ډاډ ورکړ.

د فرانسې ولسمشر وویل چې روسیې ته باید اجازه ور نه کړل شي چې دغه جګړه وګټي او دا چې د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ هم په دې کتنه کې له اوکراین سره د خپل هیواد د ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې یو کال مخکې هغه وخت چې پر اوکراین باندې د روسیې یرغل پیل شو، آلمان او متحدینو یې له مالي او بشري مرستو سربیره په وسلو سره د اوکراین ملاتړ وکړ.

rc/es (AFP, dpa, Reuters, AP)/k.h / N.Z