1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

د ملاریا له پاره د نوي واکسین ازموینه

۱۴۰۱ شهریور ۲۱, دوشنبه

د بریتانیا په اکفسورد کې ساینسپوهانو ویلي دي د ملاریا له پاره د نوي واکسین ازمایښت ښوولې ده چې «ستر اغیز» لرلی شي. هغوی هیله من دي چې د واکسین تولید به په ۲۰۲۳م کال کې پېل شي.

https://p.dw.com/p/4Gjj9
ملاریا هر کال شا او خوا ۶۰۰ زره کسان وژني چې زیاتره یې ماشومان وي
ملاریا هر کال شا او خوا ۶۰۰ زره کسان وژني چې زیاتره یې ماشومان ويانځور: AFP

تر اوسه د ملاریا یو واکسین جوړ شوی چې په افریقا کې ویشل کیږي. که څه هم دغه واکسین له نه واکسينه بهتره دی، خو د اغیزمنتیا کچه یې شا او خوا ۴۰ سلنه ده. دغه واکسین چې د جي اس کې، له لوري تولید شوی تیر کال په پراخه کچه ویشل شوی دی.

خو دغه نوی واکسین چې د اکسفورد د ساینسپوهانو له لوري جوړ شوی، ښایي د ملاریا پر وړاندې مبارزه کې ښه اغیز ولري. دغه نوي واکسین د R21 په نوم نومول شوي چې د لانسېت علمي مجلې د سپتمبر میاشتې په ۷ نېټه د خپور شوي رپوټ له مخې د ازمایښتي واکسین ازغیزمنتیا کچه تر ۸۰ سلنې رسیده.

په تورخم کې یو لارۍ چلوونکی په پشه خانه کې آرام کوي
په تورخم کې یو لارۍ چلوونکی په پشه خانه کې آرام کويانځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

ایډنبورګ پوهنتون کې پروفیسر نیل مابوت، چې په دغه څیړنه کې یې برخه درلوده ویلي دي: «د دې پایلو پر اساس، دا واکسین د نړۍ په کچه له اغیزمنو شوو سیمو څخه د ملاریا په له منځه وړلو کې ښایي لوی اغیز ولري. دا واقعا د پام وړ لاس ته راوړنه ده.»

له آسیایي سترو او نورو غوماشو څخه څنګه ځان وساتو؟

هغه سایسنپوهان چې د ملاریا د دغه واکسین په ازمایښتي بڼه یې کار کړی وایي چې ښایي د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې د واکسین تولید او ویش پېل شي. ویل شوي دي چې د واکسین بیه به ارزانه وي او د واکسین جوړولو یوه هندي شرکت «سیروم انستیتوت آف انډیا» هر کال د ۱۰۰ میلیونه دوزه د جوړولو تابیا ښوولې ده.

ملاریا هر کال شا او خوا ۶۰۰ زره کسان وژني چې زیاتره یې ماشومان وي. هر کال د تشخیص شوو ۲۰۰ میلیونه پېښو څخه ۹۵ سلنه د افریقا په لویه وچه کې وي.

د کرونا وبا د ملاریا ضد مبارزې ته زیان اړولی

د ایډنبرګ پوهنتون څخه پروفیسر مابوت وایي چې «د ملاریا پرازیت په دوامداره توګه تغیر مومي. دا زموږ د [بدن] معافیت سیستم له پاره سختوي چې تشخیص یې کړي او له منځه یې یوسي او دا نور هم ګرانه ده چې پر ضد یې یو څوک واکسین شي.»

په هند کې د ماشو ضد دوا شیندل کیږي
په هند کې د ماشو ضد دوا شیندل کیږيانځور: Naveen Sharma/SOPA/ZUMA/picture alliance

په ازمایښتې پړاو کې تحقیق کوونکو وموندله چې د لومړي واکسین یو کال وروسته دوهم دوز له دغه ویروس څخه د ساتنې په برخه کې په اوسط ډول ۷۵ سلنه اغیزمن وو.

د دغه واکسین په ازمایښتې بهیر کې برخه اخیستونکي د مرکزي بورکینا فاسو د یوه ولایت ماشومان وو چې عمرونه یې د پنځو او ۱۷ میاشتو تر منځ وو.

دغه ماشومان پر بیلو ډلو ویشل شوی وو چې دوو ډلو ته د واکسین مختلف دوزه ورکړل شوي وو. په ټوله کې ۴۰۰ ماشومان په دغه ازمایښتې بهیر کې شامل وو. یو ګروپ چې د واکسین لوړ دوز ورکړل شوی وو د دغه ویروس پر وړاندې یې خوندیتوب ۸۰ سلنه ته رسیده او بل ګروپ چې کم دوز ورکړل شوی وو د خوندیتوب کچه یې تر ۷۰ سلنې رسیده. 

دغه ازمایښتې پړوا د دوو کلونو له پاره غځول شوی، څو دا جوته کړي چې څلور دوزه واکسین پروګرام به بسنه وکړي او یا به د واکسین نورو دوزونو ته هم اړتیا وي.

زموږ له آرشیف څخه: