1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د ښه ژوند کولو مصارف څومره دي؟

۱۴۰۱ مهر ۱۹, سه‌شنبه

په آلمان کي اوسېدونکی هر شپږم وګړی د بې وزلۍ له ګواښ سره مخاخ دی. د تيلو، ګازو، برېښنا او خوراکي توکو د مخ پر لوړېدونکو قيمتونو له کبله دغه هيواد له نوو ننګونو سره مخ دی.

https://p.dw.com/p/4I37o
Deutschland | Symbolbild Obdachlosigkeit
انځور: Achim Duwentäster/teamwork/IMAGO

څوک به فکر کوي چي داسي انسانان چي له غربت څخه په کوڅه کي ژوند کوي، يا مېندي د خپلو ماشومانو د مړولو له پاره د يو وخت له ډوډۍ صرف نظر کوي يا متقاعدين چي په ډېرانونو کي په خالي بوتلونو پسي ګرځي صرف په بې وزلو هيوادونو کي وجود لري. خو ياد موارد په آلمان کي هم سته کوم چي د نړۍ يو له تر ټولو بډايو هيوادونو څخه دی.

په دغه هيواد کي په ټوليزه توګه ۱۳،۸ ميليونه انسانان او په دې توګه د بشپړ نفوس شپږمه برخه د بې وزلۍ له ګواښ سره مخامخ دي. دا معلومات د مرستندويه سازمانونو د سراتحاديې په نوي راپور کي رابرسېره سوې دي.
م.م: ۵۴ بې وزله هيوادونه د قرضې عاجلې معافۍ ته اړ دي

په راپور کي راغلي دي چي په آلمان کي يو شمير انسانان له يخ او لوږي څخه کړيږي ځکه چي ورته اړينه مرسته نه رسيږي. په دغه هيواد کي يو شمير انسانان له دې کبله هم خپل ژوند له لاسه ورکوي چي و روغتيايي نظام ته لاسرسی نه لري.

د ټولنيزو اقتصادي علومو له مخي بې وزلي يا غربت دوه ډوله دی: يو هغه غربت يا فقر دی چي پکښي انسانان د ژوند بنيادي اړتياوي نسي پوره کولای چي دغه ډول ته «مطلقه بې وزلي» ويل کيږي. د بې وزلۍ دويم ډول «پرتليزه بې وزلي» ده چي پکښي د يوې ټولنې د وکړو د ژوندانه اوسط اندازه کيږي.

لوکزامبورګ د نړۍ تر ټولو بډای هيواد ګڼل کيږي چيري چي د يو کس اوسط کلنی ناخالص داخلي توليد ۱۳۶۷۰۰ ډالره کيږي. خو په افريقايي هيواد بورونډي کي دغه کچه صرف ۲۷۰ ډالره ده.
هند بې وزلو ته په وړيا ډول د خوراکي موادو د ورکړي پروګرام تمدیدوي

دا چي بې وزلي څه شی ده، يا کله څوک له غربت څخه خبر کوي، په تعريف پوري مربوطه خبره ده. يعني د يو تعريف له مخي ښايي يوه ډله انسانان بې وزله وبلل سيو خو د بل تعريف له مخي ونه بلل سي. په داسي حال کي چي د نړۍ په زياتو هيوادونو کي انسانان په مطلقه بې وزلي کي ژوند کوي، په اروپا کي اوسېدونکي يو شمير انسانان د پرتليزي بې وزلۍ سره مخامخ دي.

دغه انسانان مجبوره دي چي په زياتو محدوديتونو کي ژوند وکړي. دغه انسانان خپل ژوند صرف په هغه صورت کي پر مخ بيولای سي چي له زياتو څيزونو څخه صرف نظر وکړي.

په اروپايي اتحاديه کي هغه څوک بې وزله يا د بې وزلۍ د ګواښ سره مخامخ بلل کيږي چي د اوسط عايد له ۶۰ سلني څخه کم عايد لري. څوک چي د اوسط عايد څخه تر ۵۰ سلني لا کم عايد ولري، نو هغه ډېر بې وزله بلل کيږي.

په آلمان کي هغه مجردان چي د مياشتي  ۱۱۴۸ يورو په لاس راوړي، هغوی بې وزله تصور کيږي. هغه مور يا پلار چي په يوازي سر یو کوچنی ماشوم لويوي او په مياشت کي ۱۴۹۲ يورو لري، هغوی هم بې وزله اټکل کيږي. ياد مقدار پيسې بايد د هغوی د اپارتمان د کرايې، خوراکو، جامو او انرژۍ د مصارفو له پاره کفايت وکړي. په آلمان کي په ۲۰۲۰ م کال کي تقريبا ۵،۳ ميليونه داسي کسان اوسېدل چي د هارڅ څلور په نوم سوسيال مرستي يې ترلاسه کولې. د دغو مرستو له مخي مجردان د مياشتي ۴۴۹ يورو ترلاسه کوي چي بايد د خوراکو، جامو، نظافتي سامان، انټرنټ، ټليفون او د برېښنا مصارف په پوره کړي.

خو په آلمان کي قيمتونه جګ سوي دي او مرستندويه سازمانونه وايي چي هارڅ څلور سوسيال مرستي د اړمنو انسانانو اړتياوي نه پوره کوي. له دې کبله هغوی غوښتنه کوي چي د يو «باکرامته ژوند» له پاره بايد في کس ته ۶۵۰ يورو په مياشت کي ورکړل سي. د آلمان حکومت غواړي چي د ۲۰۲۳ م کال له پېل څخه سوسيال مرستي في کس ۵۰۲ يورو ته جګي کړي، چي د مرستندويانو په وينا کفايت به و نه کړي.

ز.ک./ا.ا./ن.ز.